Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 8:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 8:11
18 Iomraidhean Croise  

او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو. د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے،


عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.


او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.


زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“


نو بيا د فوج ټول جنګى مشران، يوحانان د قريح زوئ او يزنياه د هوسعياه زوئ، او د وړو نه تر لويو پورې ټول خلق


نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو،


زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى.


د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.


نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى.


ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.


دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.


او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“


کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan