9 نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه.
په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،
ځکه کله چې مَلِکصِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو.
وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه.
او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِکصِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.