Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 7:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 7:7
16 Iomraidhean Croise  

دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.


کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بې‌پردې کړے دے.“


هغه پاڅېدو او په اوچت آواز يې د بنى اِسرائيلو ټول قوم دپاره د خُدائ پاک نه برکت وغوښتو چې هلته راغوڼد وُو. او هغۀ وفرمائيل،


اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.


د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.


اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


خو مَلِک‌صِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِک‌صِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه.


او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِک‌صِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan