4 وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه.
زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے.
او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.