3 هغه بېپلاره، بېموره، او بېنسبنامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے.
د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو.
د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو،
بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“
زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.
مَلِکصِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِکصِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو.
ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِکصِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“
خو مَلِکصِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِکصِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه.