21 خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“
مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِکصِدق د تل دپاره اِمام يې.“
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.
لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
د هغۀ تصديق د قسم سره وشو. نور اِمامان بغېر د قَسم نه مقرر شوى وُو،
پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل.
نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.
د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“