13 نو چې د چا په حقله چې دا خبرې کيږى، هغه د بلې قبيلې دے د کومې نه چې کله هم چا د قربانګاه خِدمت نۀ دے کړے.
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.
ځکه کله چې په اِمامت کښې بدلون راشى نو بيا دا هم ضرورى وى چې شريعت هم بدل کړے شى.
ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.