Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 7:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِک‌صِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 7:11
17 Iomraidhean Croise  

زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بې‌مطلبه مړ شو.


دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو.


خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟


او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.


لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“


چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.


ځکه کله چې مَلِک‌صِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو.


ځکه کله چې په اِمامت کښې بدلون راشى نو بيا دا هم ضرورى وى چې شريعت هم بدل کړے شى.


نو چې د چا په حقله چې دا خبرې کيږى، هغه د بلې قبيلې دے د کومې نه چې کله هم چا د قربان‌ګاه خِدمت نۀ دے کړے.


دا خبره نوره هم صفا شوه د کله نه چې يو بل اِمام، لکه د مَلِک‌صِدق په شان راښکاره شى،


خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“


ځکه چې کۀ اولنے لوظ بې‌نقصه وو نو بيا به د دوېم لوظ ضرورت نۀ پېښېدو.


هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan