10 ځکه کله چې مَلِکصِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو.
او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى.
په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.
خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى.
لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.
او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى.
نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه.