9 ګرانو دوستانو، اګر چې مونږ ستاسو په حقله داسې خبرې کوُو خو مونږ په دې باور نۀ يُو چې دا به ستاسو په حقله وى. مونږ په دې خبره مطمئن يُو چې د خلاصون نه به ښۀ مېوه تاسو ته مِلاو شى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ.
کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.
خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.
نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟
نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم.
ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے.
زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.