Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 6:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 6:7
17 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول.


چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.


او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.


دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى، او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى.


زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.


زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.


ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.


مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى.


خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.


ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.


کوم زميندار چې محنت کوى نو په کار دے چې د فصل وړومبۍ حِصه هغۀ ته ورکړے شى.


نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan