11 او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى،
د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى.
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
خو مونږ څوک چې په روحُ القُدس کښې ژوند کوُو، په ايمان سره د هغه صداقت، کوم چې خُدائ پاک راسره وعده کړې ده، ډېر په اُميد سره انتظار کوُو.
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو، او کۀ په څۀ خبره کښې ستاسو اختلاف وى نو دا خبره به هم خُدائ پاک تاسو ته ښکاره کړى.
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.
زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه پوره اعتماد ولرى او د خُدائ پاک د هغه راز په منصوبه پوهه شى، کوم چې مسيح په خپله دے،
ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.
او حقيقت کښې تاسو په ټوله مِکدونيه کښې د ټولو ايماندارانو سره مينه کوئ. خو عزيزانو، مونږ تاسو ته دا خواست کوُو چې خپله مينه نوره هم سېوا کړئ.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.
خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.
او کله چې هغوئ راواپس شول نو يشوَع له يې خبر ورکړو چې، ”د ټولو خلقو په عى باندې د حملې کولو ضرورت نشته. صِرف دوه درې زره سړى ولېږه. ټول لښکر مۀ ستړے کوه ځکه چې هغه دومره لوئ ښار نۀ دے.“
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.
نو په هم دې به مونږ پوهه شُو چې مونږ رښتينى يُو او خپل زړونه به د هغۀ په وړاندې مطمئن ساتو.
هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم.