6 لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِکصِدق د تل دپاره اِمام يې.“
او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.
چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.
دا خبره نوره هم صفا شوه د کله نه چې يو بل اِمام، لکه د مَلِکصِدق په شان راښکاره شى،
ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“
هغه بېپلاره، بېموره، او بېنسبنامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے.
او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِکصِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.