5 دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بېمطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.
خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.
ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.
او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.