2 او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.
چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بېلارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.
بدعمله خلق به پوهه حاصله کړى او هغه خلق چې کوم هر وخت فريادونه کوى نو هغوئ به اصُول ومنى.“
زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“
خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“
کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى.
زۀ به په داسې سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان به بغېر د خپلو کمزوريانو نه فخر ونۀ کړم.
تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.
هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.
خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.
اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى،
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بېغېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو.