9 نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.
نو هغوئ په اوومه ورځ آرام وکړو.
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل.
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
نو په دې وجه چې د هغۀ په آرام کښې د داخلېدو وعده لا کولاو ده، نو مونږ په دې يريږو چې تاسو به هغې ته په رسېدو ناکامه شئ.
ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.
او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.
ځکه کۀ چرې يشوَع هغوئ په آرام کښې داخل کړى وے نو خُدائ پاک به د هغې نه پس د بلې ورځې په حقله ذکر نۀ وو کړے.
مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“