Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 4:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو بيا خُدائ پاک د دې آرام دپاره يوه خاص ورځ مقرره کړه او د دومره مودې نه پس هغۀ ورته د داؤد په کِتاب کښې ”د نن ورځ“ وفرمائيل، لکه څنګه چې هغۀ مخکښې فرمائيلى وُو، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو بيا خپل زړونه مۀ سختوئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 4:7
12 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.


ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟


داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“


ځکه چې داؤد په خپله په زبور کښې فرمائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته کښېنه،


زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے.


هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى.


نو د هغوئ په مينځ کښې بې‌اتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،


لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan