Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 4:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ځکه چې هغۀ په يوه موقع د اوومې ورځې په حقله داسې وفرمائيل چې، ”او خُدائ پاک په خپلو کارونو پوره کولو سره په اوومه ورځ څۀ ونۀ کړل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 4:4
6 Iomraidhean Croise  

په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.


دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“


خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.


بلکې په صحيفو کښې يو ځائ وئيل شوى دى چې، ”انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟


ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan