Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 4:3
15 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.


نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“


په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.


خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“


زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“


بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.


ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو.


نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“


ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan