Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 4:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې هغوئ په ايمان کښې د هغوئ سره په اتفاق نۀ وُو چا چې کلام واورېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 4:2
20 Iomraidhean Croise  

بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو.


کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“


سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته.


دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟


کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته.


زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟


او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“


تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.


خو د دې هرې خبرې باوجود، تاسو بيا هم په مالِک خُدائ يقين نۀ کولو،


ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.


او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.


نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.


چا چې په شروع کښې دا زيرے واورېدو نو هغوئ په هغه آرام کښې داخل نۀ شول ځکه چې هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضې خلق داسې دى چې په دې کښې به داخل شى.


نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan