15 ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى.
روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.
تاسو هغه خلق يئ چې زما په آزمېښتونو کښې ما سره ولاړ وئ.
چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.
او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.
نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“
تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى، او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته.