10 ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.
خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.
کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“