Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو خپل زړونه مۀ سختوئ څنګه چې مو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو او د آزمېښت په ورځ مو په بيابان کښې کړى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 3:8
28 Iomraidhean Croise  

خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو.


د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ.


صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.


خو زمونږ پلار نيکۀ مغروره او ضديان شول او ستا د حُکمونو د منلو نه يې اِنکار وکړو.


ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.


خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه، او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.


دوئ قصداً د خُدائ پاک آزمېښت وکړو، او د هغۀ نه يې د خوښې خوراک وغوښتو.


خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.


نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،


نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.


څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟


ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“


خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو.


هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.


مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.


تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.


تاسو ضديان ولې جوړېږئ څنګه چې فِرعون او مِصريان وُو؟ هغه مۀ هېروئ چې خُدائ پاک هغوئ له څومره سخته سزا ورکړه، تر دې وخت پورې چې هغوئ بنى اِسرائيليان پرېښودل چې د مِصر نه لاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan