عبرانيان 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى. Faic an caibideil |
هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربانګاه دې د داسې کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.
اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى.