19 نو مونږ وليدل چې د بېايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.
دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.
هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.
څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بېايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى.
خو د دې هرې خبرې باوجود، تاسو بيا هم په مالِک خُدائ يقين نۀ کولو،
نو هغوئ څوک چې په حق يقين نۀ کوى بلکې د بدۍ په کارونو خوشحاليږى، هغوئ ټول به سزا ومومى.
نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.
هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.
اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.