Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 3:17
11 Iomraidhean Croise  

تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“


چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.


اوس هغوئ له دا جواب ورکړه، زۀ ژوندے مالِک خُدائ په خپل ذات قسم کوم، چې زۀ به ستاسو دپاره هم هغه شان وکړم څۀ چې تاسو زما په وړاندې وئيلى دى.


تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.


اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan