15 لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“
ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟
څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“
نو بيا خُدائ پاک د دې آرام دپاره يوه خاص ورځ مقرره کړه او د دومره مودې نه پس هغۀ ورته د داؤد په کِتاب کښې ”د نن ورځ“ وفرمائيل، لکه څنګه چې هغۀ مخکښې فرمائيلى وُو، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو بيا خپل زړونه مۀ سختوئ.“