11 نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
چې په کومو واديانو کښې اوس عماليقيان او کنعانيان اوسيږى. سبا واپس په صحرا کښې د بحرِقُلزم طرف ته روان شئ.“
بېشکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“
دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.
او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.
نو په هم دې ځائ کښې هغه بيا فرمائى چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.