Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 3:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 3:1
63 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“


غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“


زۀ به دا د دې دپاره کوم چې خلق دا وګورى او پوهه شى، چې هغوئ پرې غور وکړى او پته ورته ولګى چې د مالِک خُدائ قوت دا کړى دى. او د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دا پېدا کړى دى.“


ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.


کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى.


اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.


د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟


او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.


عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“


بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“


په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ.


هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى


مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى.


د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،


کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.


زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم.


او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ.


نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.


او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېر‌يهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.


نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.


بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.


زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.


د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.


خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى،


نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.


تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.


زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ.


هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى،


د دې مقصد دپاره هغۀ تاسو زمونږ د زيرى په وسيله راوبللئ نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په جلال کښې شامل شئ.


د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.


خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.


خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.


څۀ چې زۀ وايم په هغې باندې سوچ وکړه نو بيا به مالِک تا له د ټولو خبرو پوهه درکړى.


نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو.


نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے،


راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.


اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.


ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.


هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.


نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.


ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.


چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.


خو کله چې مسيح د ښو څيزونو دپاره د مشر اِمام په طور راغے نو هغۀ په هغه لويه او کامله خېمه کښې خِدمت وکړو، چې انسان هغه خېمه نۀ ده جوړه کړې او نۀ هغه د دې دُنيا ده.


په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


او په پخوا زمانه کښې هم په خُدائ پاک اُميد ساتونکو پاکو ښځو به خپل ځانونه داسې سنګارول چې د خپلو خاوندانو تابعدارې وې،


په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،


د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.


څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.


دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan