Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 2:8
19 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“


تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے.


پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.


ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے.


خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“


خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.


نو خُدائ پاک هغه راتلونکې دُنيا چې مونږ يې بيان کوُو د فرښتو تابع نۀ کړه.


څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan