7 تا هغه د فرښتو نه لږ کم کړے دے او ورته دې د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.
تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.
تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.
خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره.
څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.