2 ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه،
د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.
کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله.
کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.
بيا مالِک خُدائ په خلقو باندې زهريله ماران راولېږل او ډېر اِسرائيليان يې وچيچل او مړۀ شول.
خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.
تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“
نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو.
هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.
کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے
نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.
هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.
هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.
اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.