عبرانيان 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. Faic an caibideil |
دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“