4 په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
ځکه چې دا به د دوزخ په شان تباه کوونکے اور وى، او زما به هر څۀ تباه کړى.
بيا زۀ د خپلې پېغمبرې ښځې سره څملاستم، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده.
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
خُدائ پاک به په خپله د هغوئ عدالت وکړى څوک چې مونږ نه بهر دى. ”هغه بد سړے د خپل مينځ نه وشړئ.“
د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.
ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،
بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.
نو تاسو په دې يقين ساتئ چې د حرام کار، ناپاک، يا حرصناک انسان چې د بُت پرست په مثال دے، نو د هغۀ د مسيح او د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې هيڅ ميراث نشته.
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
خادِم دې تش د يوې ښځې خاوند وى، او هغوئ دې د خپلو بچو او د خپل خاندان په ښۀ طريقې سره بندوبست کوى.
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
په کار ده چې هغه خپل خاندان په ښۀ طريقه وساتى او د خپلو بچو ښۀ تربيت وکړى چې د هغۀ احترام او فرمانبردارى کوى.
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
د جماعت مشران دې بېاِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى.
او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بېدينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو.
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.