3 قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.
خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.
او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.
او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.
بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“
په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.
څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.
د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.