23 زۀ غواړم چې تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. کۀ چرې هغه دلته زر راشى نو زۀ به هغۀ سره تاسو له ملاقات له درشم.
خو اوس زۀ د مقدسينو د امداد دپاره يروشلم ته ځم.
نو کله چې زۀ دا خِدمت پوره کړم او هغه پېسې هغوئ ته حواله کړم څۀ چې راغونډې شوې دى نو بيا به زۀ ستاسو په لار اسپانيه ته ځم.
دا خط د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په رضا د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه،
نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،
د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.
نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.
زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون
او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.