Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 13:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 13:15
42 Iomraidhean Croise  

حزقياه خلقو ته وفرمائيل، ”اوس چې تاسو پاک شوئ، نو د مالِک خُدائ کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.“ نو خلقو خپلې قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړې او چا چې غوښتل نو هغوئ سوزېدونکې نذرانې هم راوړې.


هغۀ هغه قربان‌ګاه هم مرمت کړه چرته چې د مالِک خُدائ عبادت کېدو او چې هغۀ ورباندې د سلامتۍ نذرانې او د شکرانې نذرانې پېش کولې. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.


اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.


هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.


هغه دواړه ډلو کومو چې د خُدائ پاک شُکر ادا کولو هغه د خُدائ پاک د کور علاقې ته ورسېدلې. زۀ هم د مشرانو نيمې قبيلې سره وم،


په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.


هغۀ ما دپاره د صداقت دروازې پرانستې دى، زۀ به په کښې وردننه شم او د مالِک خُدائ شکريه به ادا کړم.


اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه


ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.


ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،


څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“


زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


او هم داسې به اِمامان همېشه د ليوى قبيلې نه وى څوک به چې تل زما خِدمت کوى او ما ته به سوزېدونکې نذرانې، او د غلو نذرانې او قربانۍ پېش کوى.“


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.


زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.


نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.


زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بې‌شرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.


ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.


د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.


نو چې مونږ ته داسې بادشاهى ملاوېدونکې ده چې هغه نۀ خوځېدونکې ده، نو راځئ چې شُکر ګزارى او په احترام او يرې سره خُدائ پاک ته خوښ عبادت وکړو.


نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan