Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 13:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 13:10
7 Iomraidhean Croise  

”دا تُحفې قبولې کړه چې د مقدسې خېمې په خِدمت کښې استعمال شى، دا ليويانو ته د هغه خِدمت دپاره ورکړه کوم چې هغوئ کوى.“


نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېر‌يهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ.


ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟


هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan