1 د وروڼو او خوېندو په شان د يو بل سره مينه کوئ.
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.
د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،
ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تا هغه وړومبۍ مينه پرېښې ده.