7 تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى.
زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم.
هغه څوک چې خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغۀ نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې ورسره مينه کوى هغوئ يې په تربيت ورکولو کښې احتياط کوى.
د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې.
د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى.
د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى.
د خپل زوئ ښۀ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون او خوشحالى درکړى.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.
نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.
ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.