Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بې‌زړۀ کېږه مه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 12:5
33 Iomraidhean Croise  

خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟


مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.


کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه


زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.


د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.


زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه


زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه


بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،


زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.


حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.


د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.


نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.


هغه دلته نشته، هغه بيا ژوندے شوے دے. تاسو هغه خبرې رايادې کړئ څۀ وخت چې هغه لا په ګليل کښې وو او درته يې کړې وې


بيا هغوئ ته د عيسىٰ خبرې وريادې شوې،


خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.


نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.


په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.


تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى.


اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.


بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan