24 او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.
بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.
او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.
د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.
او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے.
خو د مينځګړى ضرورت په هغه وخت راځى کله چې فريقېن د يو نه زيات شى، خو خُدائ پاک يو دے.
ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى.
د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،
هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو.
کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.
خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے.
خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.
ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،
او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.
تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.