21 هغه منظر په رښتيا سره داسې هيبتناک وو چې موسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ د يرې نه ډېر رپېږم.“
ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.
زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“
نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بېدمه شوم.
زۀ د مالِک خُدائ د سخت قهر نه ويرېدم، ځکه چې هغه دومره غصه وو چې تاسو تباه کړى، خو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما واورېدل.
خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى.
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،