20 نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“
د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.