9 او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.
د دې نه پس، هغۀ د بيتايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيتايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.
نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.
او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيتايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيتايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو
زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“
اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“
بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“
او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.
”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“
هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو.
هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“
لابن يعقوب د جِلعاد په غرونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله.
يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.
هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول.
يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو، او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.
او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.
هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو.