Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 11:4
21 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.


خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى.


د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.


بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه او وې وژلو.


نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.


خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.


ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.


دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو.


د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.


هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.


په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو.


نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.


او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.


هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.


په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.


هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan