Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 11:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 11:39
6 Iomraidhean Croise  

نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.


هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.


په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو.


په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan