Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 11:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 11:37
40 Iomraidhean Croise  

او د دې ځائ د خلقو نه يې په ارو، د اوسپنې په رمبو او د اوسپنې په تبرُونو کار اخستو او دې ته يې مجبور کړل چې خَښتې جوړوى. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان کار کولو. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته راواپس شول.


زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟


او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


الياس چې څۀ کړى وُو او چې ټول پېغمبران يې وژلى وُو نو اخى‌اب بادشاه خپلې ښځې ايزبل ته هغه هر څۀ ووئيل.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“


الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.


دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“


هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“


بيا هغۀ د الياس هغه چُوغه راواخستله چې کومه د الياس نه غورزېدلې وه او واپس لاړو او د اُردن په غاړه باندې ودرېدو.


بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل.


هغۀ د ښار خلق بوتلل او په زور يې ترې نه د ارو، د اوسپنې کودالو او د تبرُونو کار اخستلو. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان وکړل. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته را واپس شول.


يوآس بادشاه د زکرياه خِلاف په يو سازش کښې ملګرتيا وکړه او د بادشاه په حُکم يې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې زکرياه سنګسار کړو.


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.


په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو.


د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.


داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.


په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بې‌عزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.


هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل.


قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan