Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 11:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 11:35
17 Iomraidhean Croise  

ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.


کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.


او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“


ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى.


او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.


نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.


بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“


زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى.


خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.


پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.


کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“


د دې دپاره چې په څۀ طريقه د مړو نه د بيا ژوندى کېدو درجې ته ورسېږم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan