27 هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.